News

په کونړ ولایت کې د افغانستان اسلامي طبي اتحادیه (ایما) متخصصو رضا کارو ډاکټرانو د مزار دري کارې راپور:

په کونړ ولایت کې متخصصو ډاکټرانو دا لس کسیز ټیم سره له درملو د دفاع وزارت هوایې ځواک په مرسته د چورلکې په وسیله د زلزلي هغې ساحې ته انتقال شو چې د ځمکې له لیاري یې انتقال ناممکن وه

دا هغه ساحه وه چې د زلزلې مرکز یاد شوی وو، پدې ساحه کې یو کور هم روغ نه وو پاتې شوی.

پدې ساحه کې ډیری داسې کورونه وو چې تر ۲۰ نفرو یې زیات شهیدان لرل

یاد ټیم په ۳ ګروپونو وویشل شو او بیا یې کور په کور د زخمیانو د ټپونو تداوي ( زخم ګنډل، پانسمان کول، دکسرونو سپلنت کول ) او عمومي معاینه وکړه

په مجموعي ډول ۳۰۰ څخه زیات هیوادوالو ته طبي خدمات ترسره شول.

یاد ټیم روغ رمټ کنړ خاص ته د دفاع وزارت محترمو پرسونلو په ډیر قدر او پروټوکول سره را ورسول او د ټیم نورو ملګرو سره یوځای شول.

Related Articles

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

Back to top button