پیژندنه
د افغانستان اسلامي طبي ټولنه
د افغانستان اسلامي طبي ټولنه یوه غیر دولتي، غیر ګټوره او غیر سیاسي موسسه ده چې د ۲۰۰۸ کال د می په میاشت کې د یو شمیر با احساسه ډاکټرانو او روغتیایي کارکوونکو له خوا تاسیس شوه، څو محرومو خلکو ته با کیفیته او مساوي روغتیایي خدمتونه وړاندې کړي، د روغتیايي کارکوونکو د علمي، فکري او معنوي اړخونو په برخه کې د ظرفیت لوړولو او د اسلامي اصولو پر بنسټ د تعلیمي او روغتیایي پالیسیو د پراختیا په موخه رامنځته شي.
ایما د هیواد د اساسي قانون د ۳۵ مې مادې او د ټولنیز سازمان د دوهمې مادې له مخې د ۲۰۱۰ کال د اپرېل په ۶ مه د عدلیې په وزارت کې د ۱۹۳۳ شمېرې له مخې تاسیس شو او د کار جواز یې ترلاسه کړ. ایما د عامې روغتیا وزارت سره یو تفاهم لیک لاسلیک کړ.