ساختار تشکیلاتی

تشکیلاتی جوړښت

د اتخادیی تشکیلاتی جوړښت په لاندی ډول دی:
  • عمومی مجمع.
  • مدیره پلاوی.
  • کمیټی.

عمموی مجمع د اتحادیی د پریکړی نیولو ترټولو لوړ او با صلاحیته مرجع ده چی د اتحادیی له ټولو غړو څخه جوړ دی، په کال کی یو ځل غونډه کوی، د اړتیا په صورت کی د ټاکلی وخت څخه مخکی فوق العاده غونډی د مدیره پلاوی او یا د لسو تنو موسیس غړو په وړاندیز جوړیدای شی. د عمومی مجمع نصاب د غړو د دوه ثلثو په ګډون سره بشپړ کیږی. د اتحادیی منشی مکلف دی چی د عمومی مجمع له جوړیدو څخه دوه اونۍ مخکی د اتحادیی غړو ته خبر ورکړی.

عمومی مجمع د لاندی صلاحیتونو لرونکی دی:
  • د هیواد د مدنی قانون د (۴۲۴) مادی له دوه یم بند سره سم د آزاد او سری ټاکنو له لاری د مدیره پلاوی د غړو ټاکل او عزل.
  • د مدیره پلاوی راپور اوریدل.
  • د اتحادیی د کلنۍ بودیجی تصویب.
  • د اتحادیی په نوم او اساسنامه کی بدلون او تعدیلات.

مدیره پلاوی د اتحادیی همیشنۍ فعاله ارګان ده چی په میاشت کی لږ تر لږه دوه ځله غونډه جوړوی چی له رايس، مرستیال، او یو غړی څخه جوړه وی.

مدیره پلاوی د لاندی دندو او صلاحیتونو لرونکی ده:
  • د اتحادیی د داخلی چارو د پرمخ بیولو په موخه د کمیټو جوړول.
  • له کمیټو څخه د راپور ترلاسه کول.
  • د کمیټو د دندو د لایحی تصویب.
  • د کمیټو له کار او فعالیت څخه څارنه او کنټرول.
  • د غړو جذب او اخراج
Back to top button